Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګرم ګرو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګرم

ګرم ملامت دئ، هر څوک چي په بل ګرم سي، نو يو تاوان پر ذمه اخلي، چي ولسي نرخ ئې د ګرمۍ په انداره ناغه ټاکي. د پړ او ګرم تر منځ توپير دا دئ چي پړ هغه دئ چي په جرګه يا مرکه يا په اصطلاح د مېړو له خوا په پرېکړه ملامت سي او ملزم ته نژدې مفهوم لري، خو ګرم هغه دئ چي بل چا ته په خوله يا لاس زيان ورسوي، دغه ملامتۍ ته ګرمه هم وايي. د ګرمۍ حق څوک نه لري او هغه څوک چي ګرمه وکړي، نو ګرم دئ. د يو ګرم سړي په برخه کي چي فيصله وسي، نو که بل ځل بيا ګرم سي، نو دا ځل ئې تر لومړنۍ ناغې، ناغه زياتيږي او په مکرر ډول دغه ناغه زياتيږي، څو د بدو او شرير په نامه شهرت ومومي او که ئې شر ډېر زيات سي، نو دغسي ګرم د قبيلې څخه په رټلو محکوم کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]