Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګډه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګډه امۍ

دا په کاکړو کی يو خاص ډول اتڼ دئ چي په هغه کي نر او ښځي يو ځای ګډون کوي. ګډه امۍ په خاصو وختونو کي کيږي او په دغه وخت کي نارينه بايد خاصه پاملرنه وکړي چي ښځو ته بې‌احترامي و نه کړي او که نه د قومي عنعناتو او د قبيلې د نرخ سره برابر مجازات لري. په ځينو ځايونو کي د اتڼ په منځ کي د اور لمبه هم کوي او هر څومره چي د اور لمبه غټيږي او مستيږي، په هغه اندازه اتڼ (ګډه امۍ) ور سره مستيږي او کله چي لمبه مخ پر ټيټېدو ځي، ګډه امۍ هم ور سره اراميږي، څو پای ته ورسيږي. ګډه امۍ يو ډېر لرغونی دود معلوميږي او اوس په هغو قبيلو کي دا دود کيږي چي د سليمان غرو ته نژدې اوسي، په خاص ډول په کاکړو کي تر اوسه رواج لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]