Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
برخ برم بري

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

برمته

برمته د ګرو سره نژدې مفهوم افاده کوي. د مرکې د فيصلې د منلو له پاره د مرکې د اعتماد په منظور دواړه طرفه بايد د دوی په اندازه پيسې يا جنس و مرکې ته ور کړي. چي کله فيصله وسي، هغه بايد ومنل سي، کنه برمته ئې سوځي. پر برمته کي باالعموم توپک ډېر رواج لري، کله چي فيصله وسي، نو که کوم طرف هغه و نه مني، برمته ئې و مقابل طرف ته ور کوي، يا ئې مرکه‌چيان ساتي (د ملامت برمته نه ور کول کيږي). دا په نرخ کي د پرنسيپ په حيث قبوله سوې ده، چي د ملامت (پړ) برمته نه ور کوي. برمته يو ډول تضمين دئ، چي په ټولو پښتني قبيلو کي د مرکې پر وخت اخيستل کيږي. په ځينو مواردو کي د يوه سړي په زوره بېولو ته هم برمته ويل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]