Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ګا ګر ګل ګم ګن ګو ګټ ګډ
ګاي ګاړ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ګاړی (ګوند)

په اپريدو کي ګاړی او سامل لکه تور او سپين غوندي دوه ګوندونه دي. په ګاړي ګوند کي د اپريدو څخه کوکي‌خېل، کمبر‌خېل او ادم‌خېل ګډون لري (۱). استاد پوهاند رشاد وايي: «په ورکزو او بنګښو کي هم ګاړي سته». د کندهار د ښار جنوب لوېديځ خوا ته پر (۱۵) کيلو مترۍ فاصله د ګاړو په نامه هم يو کلی سته. د ګاړي او سامل يا سمل تر منځ رقابت دغومره دئ، چي کله لوی مسايل منځ ته راسي، نو د ګوندي په حساب دا ټول د پيسو او وسلې بې‌درېغه مرسته کوي. (۱) پښتانه، دوهم ټوک، (۲ مخ).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]