Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کلا کلی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کلال

هغه سړی چي له خټو څخه لوښي جوړوي، کلال نوميږي. کلال هم په قبيلوي ټولنه کي کښته موقف لري. په پښتو کي يو متل وايي: «کلاله چيري ګوره خپله سياله». کلالان چي په قبيله کي اوسي، اکثره د نورو قبيلو خلک وي. څنګه چي قبيلوي اشرافيت د کار خنډ ګرځي، نو هغه کسان چي کسبګر وي، د مزدورانو په جمله کي راځي او د مزدور او بادار معامله ور سره کيږي. په ځينو سيمو کي دغه ډلي ته په قومي لحاظ هم د کلال خطاب کيږي او دوی هم داسي فکر کوي چي دغه کلالي د دوی يو قبيلوي واحد دئ، چي ورته منسوب دئ. مالداران يعني هغه کوچيان چي رمې لري، کلالان شوم خلک بولي او وايي چي دوی له باران څخه ښه نه وړي، چي لوښي ئې ور خرابوي، خو باران د مالدارو د پاره ژوند دئ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]