Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کفن

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کفن

د مړي وروستی لباس چي د سپين سان يا بل ټوکر څخه جوړ سوی وي، کفن نوميږي. کفن ته په سپکه کتل ناروا عمل دئ، کوم څوک که د مړي څخه کفن وباسي، هغه ته په قبيلوي قانون (نرخ) کي مجازات سته. دا کار که د ټوکر د غلا په منظور سوی وي، يو ډول تاوان لري او که د مړي د سپک کولو په خاطر سوی وي، پور ئې دروند دئ. که يو څوک په مدعا کي د مدعي د کورنۍ د يوې مړې ښځي څخه کفن وباسي، دا پر ناموس د تېري حکم لري او جرګه پر جوړېدای نه سي او مرتکب ئې حتماً وژل کيږي. دغسي پېښه په ندرت منځ ته راځي، صرف يوه ئې ما اورېدلې وه چي هغه هم د ښاري محل سره نژدې وه او موضوع ئې هم عدلي محکمې ته محول سوه.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]