Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کشر کشن

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کشنده

که يو څوک قتل وکړي، نو د مقتول د ورثې له خوا کېدای سي چي د کشندې مجازات ورته وټاکي. کشنده دايمي يا موقتي هغه جلا وطني ده چي چي قاتل ته ټاکل کيږي (۱). د کشندې مجازات چي ور کول کيږي په هغه کي د قاتل د قبيلې موافقه هم شرط ده. داستاد پوهاند رشاد زياتونه: «کشنده د قاتل په خپلوانو کي هغه څوک دئ چي د مقتول وژنه ئې د بدل په توګه د وژلو له پاره وټاکي، د مقتول ورثه په بل چا بيا غرض نه لري.» د کشندې مجازات پس له نتواني څخه ټاکل کيږي او داسي هم کيږي چي د تاوان يوه برخه د خون د تاديې په ډول ور کړي او په بله برخه کي ئې کشنده ومني. په قبيله کي چي د ضعيف او قوي، د کمزوره او زورور د مسئله مطرح سي، نو د کشندې سزا کمزوري خوا ته ور کول کيږي، کله چي د قاتل قبيله چي قوي وي، هغه را ګرځوي او د تاوان په خوا کي زور اچوي. کشنده په موقتي ډول د يوه کال څخه تر لسو کالو پوري وي او تر هغه زيات نو د ټول عمر له پاره بايد د دغي قبيلې ته ور نه سي. (۱): پښتانه، لومړی ټوک، (۱۳۷ مخ)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]