Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کرړ کرښ کرک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کرکه

کرکه د نفرت په معنا راځي، خو په اصطلاح کي د قبيلې د ګټو څخه د منافي اعمالو نفرت کولو ته کرکه وايي. په ځينو قبيلو کي چي توتميک آثار ئې پر عقيده څرګندوي، نو د ځينو بوټو او حيواناتو څخه کرکه کوي، مثلاً: د زړې وني څخه کرمه کيږي او که څه هم وچه وي او يو څوک ئې لرګي پرې کړي، هغه ته د عامه نفرت څخه علاوه تاوان هم ټاکي. کوچي قبايل ځني خاص واښه نه پرې کوي او کرکه ځني کوي. د باغران اليزي د ګيدړي څخه کرکه کوي. د هغه شي څخه چي عامه کرکه کيږي، استفاده يو غير مشروع عمل دئ او ډېر ځله دغسي کسان تعقيبيږي. د مړي څخه ډېره کرکه کيږي او هغه څوک چی په مړي غرض لري، نو دا کار کرک‌جن بولي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]