Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کرړ کرښ کرک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کرښه

د دوو قبيلو تر منځ سرحد ته کرښه ويل کيږي، کله چي قبيلې خپل ټکونه (حدود) سره وټاکي، نو حد فاصل ته ئې کرښه وايي. پر کرښه تېری ناروا کار دئ او دواړي قبيلې بايد منل سوي کرښي احترام وکړي. چوپاني قبيلې چي څړځايونه سره وويشي، نو د کرښي کلمه استعمالوي. په کليوالي قبيلو کي د کرښي د تېري واقعات چندان نه پېښيږي، خو په چوپاني قبيلو کي پر کرښه ډېر تېری سره کيږي. په کليوالي قبيلو کي کرښي د ډېري مودې دپاره د اعتبار وړ وي، خو په چوپاني قبيلو کي پر کرښه تېری د عادي واقعاتو څخه وي. که د بدۍ په منظور نه وي، نو جرم ئې لږ تاوان لري يا بخښل کيږي، خو که د بدۍ په منظور وي، نو د جرګې د ډېر غور وړ ګرځي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]