Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کرړ کرښ کرک

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کرښنده

کرښنده د يو چا په زوره بېولو ته وايي او دا کلمه د کرښي څخه اخيستل سوې ده چي د خط معنا ور کوي. کله چي يو شی کشول کيږي هغه په ځان پسي خط (کرښه) پريږدي، کرښنده هم کشولو ته وايي. هيڅوک حق نه لري چي يو څوک په زوره په ځان پسي کش کړي يا ئې په خپل ځان پسي بوزي، که دا کار کوي، نو دا جرم دئ او د پور مستلزم دئ. د خسر له کوره د خپلي ښځي په زوره بېول هم کرښنده ده او دا کار هم جايز نه دئ. په کرښنده کي د سپين‌ږيري او په زياته بيا هغه سپين‌ږيری چي د مرکې او جرګې غړی وي او کرښنده پر وسي، پر مرتکب ئې ډېر لوی تاوان ايښوول کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]