برخه يوه حصه ده او برخه د حق په مفهوم راځي. هر سړی چي په قبيله کي ژوند کوي، د برخي خاوند دئ. دا برخه په اقتصادي او حقوقي ساحه کي ځانته مفاهيم لري. د شيخ کلي دفتر چي د مځکو د وېش قبيلوي قانون بلل کيږي، د برخي پر اصل ولاړ دئ. دا کلمه د عمومي کار پر وخت د مرستي اندازه هم ښيي او د هر چا برخه معلومه ده، کنايتاً د ايمان په مفهوم ياديږي او کله چي په قبيله کي يو نېک سړی مړ سي، نو وايي چي د لويي برخي سره ولاړ، يعني د ايمان سره مړ سو. برخه د ونډي په مفهوم راځي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]