Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کور کون کوي کوټ کوډ کوږ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کوږ نرخ

کله چي په جرګه او مرکه کي د يو چا پر ضد د عام اولس قانون (نرخ) څخه مخالفه پرېکړه وسي، دا کوږ نرخ بولي. کوږ نرخ د منلو وړ نه دئ او که دغسي يوه فيصله اثبات ته ورسيږي، چي د نرخ څخه مخالفه سوې وي، نو د کوږ نرخ په کولو سره مرکچيان هم په ناغه محکوم کيږي. څنګه چي په ځينو وړو او کوچنيو پېښو کي ثابت نرخ نه وي، نو مرکه‌چيان د وضع په ايجاب فيصله صادروي، دغسي فيصله چي هم د نرخ په نامه يادوي، نو که سمه نه وه، کږه ئې بولي او د کوږ نرخ په نامه ئې هم يادوي. پر کوږ نرخ د بلي مرکې را غوښتنه د دعوا کوونکو حق دئ، خو که بلي مرکې لومړۍ پرېکړه تائيد کړه، د موږ نرخ ږغ کوونکي به ناغه ور کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]