په عمومي ډول د کور سوځلو مجازات هغه چا ته ور کول کيږي، چي په لويو قومي پرېکړو کي د ټاکلي حدودو څخه تېری وکړي. که يو څوک په بدۍ کي د چا کور وسوځي، هغه د ټاکلي نرخ سره سم په تاوان ور کولو محکوم کيږي. د کور په سوځلو کي کور او د هغه ملحقات محاسبه کيږي او بيا پسي تاوان ټاکل کيږي. که د کور سوځلو عمل په سهوه او خطا سوی وي، فاعل ته ئې جرګه او مرکه مراعات کوي او حتی د بخښلو غوښتنه ئې هم کيږي. دا مراعات د هغه کور د سوځلو په پېښه کي ډېر کيږي، چي د خټو څخه جوړ سوی وي، خو که د لرګيو څخه جوړ سوی وي، تاوان ئې د خټو تر کور زيات وي. په قبيلوي جګړو کي د کور سوځلو واقعات خورا ډېر دي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]