Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کور کون کوي کوټ کوډ کوږ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کوډۍ

د لوخو او وښو څخه جوړه سوې کوټه کوډۍ نوميږي. په هلمند کي د کوډۍ اصطلاح معموله ده او دغه ډول کوټه کوډۍ بولي. په کوډۍ کي د کورنۍ غړي اوسي او حيوانات کوډۍ ته نژدې دروي. څنګه چي کوډۍ هر وخت د اور له خطر سره مخامخ ده، نو د دې له پاره بايد احتياط وسي. يو څوک که په ناپامۍ او سهوه کي هم د بل کوډۍ وسوځي، تاوان ئې بايد ور کړي او که عمداً دا کار وسي، نو سربېره پر تاوان د شاوخوا کوډيو خاوندانو ته هم بايد ناغه ور کړي. کوډۍ د غزه له لښتو څخه په ډېر مهارت په اودلي ډول جوړيږي. هلته چي ډېري کوډۍ ولاړي وي او کلی ئې جوړ کړی وي، نو د مېلمنو له پاره خان يو جلا کوډۍ لري او ماجت د کوډيو د کلي سر ته د کوډۍ څخه جوړ سوی وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]