په غرو کي د ډبرو او لرګيو څخه جوړه سوې هغه کوډله چي انسانان او څاروي يو ځای پکښي اوسي، کوډخه بولي. د کوډخي سوځل هم د کږدۍ په شان په قبيلوي نرخ کي تاوان لري. کوډخه د ځنګله د ساتونکو کوټې ته هم وايي او هغه کوټې چي په يوه محدودمحل کي ګرځېدونکي کوچيان ئې په موقت ډول د ژمي له پاره جوړوي، هم کوډخه بلل کيږي. کوډخي لکه د کلي کورونه په نژدې فاصله کي نه سره جوړيږي، بلکي هره يوه په يوه ليري فاصله کي واقع وي. هلته چي ډېری کوډخي جوړي سوي وي، نو د يو پاشلي کلي په شان دئ او د کورونو څخه په يوه نسبتاً ليري فاصله کي د کوډخي جمات هم جوړوي، چي هلته ملا اوسي او خلک لمونځونه پکښي کوي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]