Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
کا کر کش کف کل کن که کو کټ کږ
کند کنډ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

کندی

کندی په قبيولي واحد کي يو محلي ناحيه‌وي واحد دئ چي تر کلي محدودوي او په ځينو ځايو کي د لو کهول اوسېدنځای هم بلل سوی دئ. د شيخ ملي په دفتر کي د مځکو وېش د کندي په حساب کېدی او يو معياري شکل ئې درلود. خوشحال خان خټک دغي کلمې ته نژدې د ګوند کلمه د ټبر په ساحه کي استعمالوي، وايي: «ګوندی په پښتانه کي د سړه‌بني ده». ښايي په دغه کلمه کي به د ګوند مفهوم پروت وي، خو د (کند) کلمه چي د پښتني انسابو په لوړو کړيو کي (د ځمند يا زمند) سره ياديږي، نو هلته بيا يو قبيلوي واحد دئ. کندی همدا اوس په يوسفزو کي سته او د قبيلې د لاندنيو برخو د يو واحد ملکيت په حيث پېژندل سوې کلمه ده. د لوېدیځي خوا په قبيلو کي د (ګنډي) کلمه هم مروجه ده او د قبيلوي هويت د تشخيص د پوښتني پر وخت داسي پوښتنه کيږي: «د چا له ګنډي يې؟». په حاضر حال کي کندی د يوې ناحيې په شکل مصطح کلمه ده. الفونستون د کابل سلطنت په کتاب کي د کندي معرفي داسي کوي: «... دوی د کلي هغي برخي ته چي جلا خېل پکښي اوسيږي، کندی وايي. په دې کلي کي د هر کندي ارتباط يوازي د خپل خېل خېل سره دئ او د يو کندي خلک د بل کندي له خلکو سره ارتباط نه لري. دوی په دې يوه کلي کي داسي اوسيږي لکه چي د يوې سيمي په مختلفو برخو کي ژوند کوي، د هري کندي مشر خپله اوجره (حجره) لري» (۱). (۱): د وږمې مجله، د ۱۳۵۶ل. کال، دوهم ګڼه، (۷۹ مخ)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]