Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
شا شر شل شم شو شي
شلا شلګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

شلګون

په تېرا کي د پټ سوي مجرم د پيدا کولو دپاره مؤظفه ټولګۍ شلګون بولي. کله چي يو مجرم د جرم تر ارتکاب وروسته ورک سي، نو د قبيلې سپين‌ږيري په ګډه څو کسه ټاکي چي مجرم پيدا کړي، دغه ډلي ته شلګون ويلي کيږي (۱). دا ضروري نه ده چي حتماً بايد شل کسه وټاکل سي، بلکه هر څو کسه چي مؤظف سي، شلګون ورته وايي. غالباً چي په لرغونو قبيلو کي به د دغه کار له پاره پوره شل کسه ټاکل کېدل، خو اوس د شلو کسو مؤظف کول ضروري کار نه دئ. که يو شلګون بريالی نه سي، نو کېدای سي چي د شلګون عمل تر درې ځله تکرار سي. (۱): پښتانه (دوهم ټوک)، ۹۶ مخ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]