Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
شا شر شل شم شو شي
شلا شلګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

شلاونډ

د کندهار او هلمند په اصطلاح کي شلاونډ د وېش سره نژدې مفهوم لري. کله چي د يوه ټاکلي کار له پاره مصرف تعين سي، نو هغه پر کورو ووېشل سي، يعني هر کور بايد يو څه ور کړي، دې ته شلاونډ ويل کيږي. شلاونډ په دې مفهوم هم راځي چي حاصل د څو کسو تر منځ ووېشل سي، مثلاً د مځکي څخه چي په ګډه حاصل واخيستل سي او هغه چي سره وويني، دې ته هم شلاونډ وايي. د مرکې او جرګې خرڅ چي وټاکل سي، نو که د قبيلې مساله وه، دغه خرڅ په اصطلاح پر ټولو شلاونډ کيږي او هره کورنۍ بايد برخه پکښي واخلي. د شلاونډ کلمه په عام ډول د لوېديځي خوا په قبيلو کي ډېر رواج لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]