Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
شا شر شل شم شو شي
شر شرم

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

شرم

شرم چي په لفظي معنا د حيا مفهوم ور کوي خو په تعاملاتي قانون کي هغه يو تاديه ده چي د ګرم (ملامت) له خوا هغه چا ته ور کول کيږي چي ګرمه په سوې وي. شرم بالعموم په اخلاقي مواردو کي منځ ته راځي، مثلاً يو څوک د جرګې د يو غړي بې‌احترامي کوي يا د ننواني غړي جوابوي يا د ښځي پلو (شفاعت) نه مني، نو بايد د شرم په نامه هغو ته يو څه ور کړي. په شرم کي پيسې او پسه ور کول کيږي. شرم په نرخ کي ټاکلی معيار نه لري، بلکي دوه او درې کسه سپين‌ږيري هم کولای سي چي هغه وټاکي. که يو څوک د شرم په ور کولو محکوم سي او هغه سر وغړوي، نو ناغه پسي پر اوړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]