Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سيا سير

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سيري خواره

په مامندو کي د مځکي د وېش په برخه کي سيري‌خواره هغه دي چي مځکه ئې نه وېشل کيږي، يوازي غير سيري خواره له خپلي علاقې څخه د پچي تر کېدو وروسته کډه کوي او دا پچه په لسو يا دوولس يا شلو کالو کي کيږي. په سيري خورو کي سيدان، مياګان، ملايان، اخندزاده‌ګان، آهنګران، ترکاڼ، دروېز‌ګران او نايان شامل دي (۱). سيري‌خواره پخوا يوازي آهنګران اوترکاڼان او نايان ول او دوی ته هم يو ټوکر مځکه تخصيص کېدله چي پر هغه دايمي و اوسي، ولي د مغولي دور څخه مياګان او نور چي درباري قوت ئې ملاتړ کاوه، د مستقرو زميندارو په ډله کي شامل سوي. سيري خواره د وېش پر وخت د وېش ډګر ته هم نه ورځي. (۱): پښتانه (لومړی ټوک)، ۱۳۷ مخ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]