Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سيا سير

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سيالي

سيالي قبيلوي رقابت دئ او په عام ډول هم د رقابت معنی لري. کله چي خپلونه يا خپل‌خانې يا افراد يو د بل په سيالۍ کي سره ودريږي، نو که د توري پر ځای او که د مصرف پر ځای وي، خپل نهايي کوښښ کوي چي تر خپل رقيب پاته نه سي او سيالي پر ځای کړي. سيالي زياتره په هغه وخت کي کيږي کله چي مېلمستياوي وسي، په ډوډۍ‌مارۍ کي هر ګاونډی د بل ګاونډي سره سيالي کوي. په قبيلوي جګړو کي هغه خېلونه او پلريني چي په يوه محاذ کي واقع وي، نو د سيالۍ په دود په جګړه کي خپل غيرت او مهارت ښيي او دغسي سيالي په درنه سترګه هم کتل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]