په قبيله کي د حيثيت ساتلو له پاره غيرت يوه وسيله ده. هر سړی او هره قبيله چي غيرت ئې لږيږي نو د نورو د چپاول په معرض کي واقع کيږي. يو قبيلوي سړی تر هر څه وړاندي د خپلو حقوقو په ساتلو کي غيرتمند وي، غيرت د ناموس جز ګڼل کيږي او وايي د چا څخه چي غيرت ځي، هغه ناموس هم نه سي ساتلای. يو قبيلوي سړي ته د بېغيرته خطاب د لويو ښکنځلو په منزله کي دئ او څوک حق نه لري چي بل ته بېغيرته وايي، که نه پر خپله ذمه يو شرم اخلي. په قبيله کي غيرت د تعصب سره ملګری وي او د قبيلوي نظام د ساتني دپاره هر سړی بايد د قبيلې پر ننګه په غيرت ودريږي. غيرت يوازي د نارينه په ښو خصلتونو کي نه راځي، بلکي ښځي هم بايد غيرت ولري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]