Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
غد غو غي غچ غږ
غول

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

غولی

غولی د سرای صحن ته ويل کيږي، خو په اصطلاح هغه لاره ده چي تور (مجرم) ئې د تعاملي قانون سره سم د ځان د مصؤنيت له پاره جوړوي. داسي چي يو تور کله تر تعقيب لاندي وي، هغه د اصل محل څخه حرکت کوي او د قبيلې د يوه ټاکلي سړي د کور تر مخ پسه حلالوي، بيا نو د دغي کورنۍ ساتنه کي واقع کيږي. بله پلا بيا له دغه ځايه حرکت کوي، د يوه کور مخ ته پسه حلالوي او په ترتيب سره چي په لاري کي د هري کورنۍ د کور تر مخ پسه حلالوي، نو د هغې کورنۍ په مصؤنيت کي واقع کيږي، دغي لاري ته غولی وايي. په غولي کي څوک له مدعي څخه غچ نه اخلي، خو دا کار بايد په ډېر احتياط او پاملرنه وسي او که يو ګام چپ کښيږدي، د مدعي د خوا حمله پر کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]