يه عام ډول کله چي يو څوک پر يوه بېمېړه ښځه ږغ وکړي چي دا زما ده، دې ته غږ وايي او بيا نو د ښځي خپلوان حق نه لري چي هغه بل چا ته ور کړي، خو د ولور اختيار ئې د پلار او ورور و خوا ته دئ او غږ ويونکی مکلف دئ چي هغه هرو مرو ومني. غږ ويل، د پلو غوټه او ټک کولو سره يو مفهوم لري. په لوېديځو پښتنو قبيلو کي دا کاري په ټک کيږي، هغه ښځه چي غږ پر ويل سوی وي، تر څو پوري چي سرنوشت ئې معلوميږي، د کوره نه سي وتلای او د خپلوانو څخه هم مخپوټی کيږي، د نجلۍ پلار او وروڼه او ټوله خېلخانه په يوه اظطراري حال کي وي او عام خلک وايي چي د پلانۍ په خېلخانه کي پر پېغله غږ ويل سوی دئ (د پکتيا د زاود عليخېلو لهجه).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]