Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
غد غو غي غچ غږ
غږ غږ/

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

غږ/ ږغ

غږ يا ږغ د آواز معنا ور کوي، خو به تعاملي اصطلاح کي چي کوم څوک د مرکې او جرګې غړو ته د ډوډۍ ست وکړي، دا غږ بلل کيږي. غږ د نارې په مفهوم هم راځي، کوم سړی چي پر پېغله ټک وکړي يا ئې پلو غوټه کړي، معنا په خپل نامه ئې کړي، دې ته هم غږ ويل کيږي. په يوه لويه پېښه کي چي د قبيلې غړي را ټوليږي، دې ته هم غږ وايي. په لوېديځو قبيلو کي دې غږ ته ږغ وايي. د يوه مهم کار له پاره چي د قبيلې خلک را ټوليږي، نو وايي چي ږغ ئې کړی دئ. ږغ پورته کول د شکايت په مفهوم هم راځي. ږغ سره پورته کېدل د دوو يا څو کسو د مخالفت او جنګ په معنا هم راځي. يو خوابدي خبر او اطلاع ته هم ږغ وايي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]