کله چي د نېټې تيږه وتړل سي نو د هغې ضمانت چي د دوو متخاصمو تر منځ يوه يا څو کورنۍ وکړي، کورنۍ يا کورنيو ته ضامنګړي وايي (۱). ضامنګړي د دغي بدۍ مراقبت او څارنه کوي چي سره و نه مښلي. کله چي د تيږي نېټه پوره سي د ضامنګړي وظيفه هم پای ته ورسيږي، د نېټې موده چي سر ته ورسيږي، بايد دواړي خواوي ضامنګړي خبر کړي، تر څو هغه خپلي وظيفې ختم وبولي. د يوې خوا په فيصله د ضامنګړو وظيفه پای ته نه رسيږي. که کومه خوا پر ضامنګړو تېری وکړی، دوی به د تاوان سره شرم هم ور کوي. که کوم طرف پر ضامنګړو د بل طرف د ملګرۍ ادعا وکړي، خپله دغه ادعا بايد په مرکه کي ثابته کړي. (۱): پښتانه (دوهم ټوک)، ۸۸ مخ.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]