Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ښر ښن ښځ ښک
ښند

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ښندنه

په قبيله کي چي کله کوم څوک د بدي ورځي سره مخامخ سي، مړی ئې سوی وي يا بله دعوه ولري او د مرکې له پاره د خرڅ توان و نه لري نو خپلوان او د قبيلې منسوبين ئې د (ښندني) په نامه مرسته ور سره کوي، خو (ښندنه) بايد د توان په وخت کي بيرته تاديه سي. په هغو قبيلو کي چي د خاني نفوذ قوي سوي وي، نو ښندنه ډېره نه وي، خو که مشرۍ په ميدان کي رقابتونه را منځ ته سوي وي، نو د يو او بل په مقابله کي د بېلو بېلو دعواوو دپاره خلک تحريکيږي او د ښندني تر عنوان لاندي عام خلک مجبور دي چي د جرګو او مرکو مصارف ور کړي. په عمومي ډول هغه سيمي چي قبيلوي روابط ئې د مدني فشار سره مخامخ کيږي، دغه دود پکښي زياتيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]