Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سورلاسی

سورلاسی يعني قاتل، هغه څوک چي لاسونه ئې په وينو سره وي. سورلاسی د سور سره يو مفهوم لري، هر سور لاسی پر خپله ذمه پور لري، خو کولای سي دغه پور په ننواتي سره داسي پر ځای کړي چي د ده ژوند پکښي وساتل سي. هغه سورلاسی چي فرار غوره کوي، نو د ورمېږ د ميني په رابطه کولای سي چي د سورلاسي په کورنۍ کي هر څوک ووژني او خپل وار واخلي. که يو څ،ک سورلاسي ته پنا ور کړي نو مقررات ئې معلوم دي چي دوه کاله پنا قبليږي او تر هغه وروسته پنا ور کوونکی هم د مدعيانو په ډله کي شمېرل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]