Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سورټکرۍ

هغه ښځه چي بدي پر وسي يا مړی پر وسي، سور ټکرۍ ئې بولي. د سور‌ټکرۍ کلمه هغي ښځي ته هم استعماليږي چي مېړه ئې په بدۍ کي وژل سوی وي، خو په عام ډول دا کلمه هغي پېغلي ته استعماليږي چي مړی پر وسي. کله چي يو سړی پر کومي پېغلي ږغ وکړي يا ټک پر وکړي او د هغې خپلوان دا د ځان کسر وبولي او دا سړی مړ کړي يا دا پېغله بل چا ته ور کړي دا ټک کوونکی هغه مړ کړي، نو دغي ښځي (پېغلي) ته چي مرګ پر سوی وي، سورټکرۍ وايي. هغه ښځه چي سور‌ټکرۍ سي بيا ئې چندان څوک نه غواړي او د لويو بديو او دعوو رابطه پوري پيدا کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]