Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سور

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سور

سور د سور‌لاسي سره يو مفهوم لري يعني هغه څوک چي مړی ئې کړی وي او د قاتل حيثيت ئې پيدا کړی وي. قاتل سور دئ، سور پور پر خپله ذمه لري. سور په دې لحاظ چي جرم ئې کړی دئ، تور دئ، خو د هغه تور سره چي د زاني په مفهوم معنا ور کړي، توپير لري. مثلاً وايي: سور ننواتی لري خو تور (په ښځه تور) ننواتی نه لري. هر هغه څوک چي قتل وکړي، سور بلل کيږي، دا نو که ئې په بدۍ کي مړی کړی وي او که ئې خپله بدله اخيستې وي. کنايتاً قتل ته هم سره وايي، (پلانکي سره وکړه) يعني قتل ئې وکړ (۱). همدارنګه کنايتاً عصبي او قهرجن سړي ته هم سور ويل کيږي او وايي (سور سوی دئ)، په دې برخه کي ښايي د عصبي سړي د رنګ په لحاظ چي مخ ئې سور سوی وي، دا نور ورته استعماليږي. (۱): په کندهار کي سره د ژوبلي او ټپ په معنی هم کاريږي، مثلاً: سره پکښي وسوه يعني ټپ پکښي پېښ سو. (رشاد)
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]