Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سر سرخ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سر پرې کول

سر پرې کول د قسم ور کولو او قسم اخيستلو په مورد کي استعماليږي. وايي پلانکي سر پرې کړ، يعني قسم ئې وخود، سر پرې کول يعني قسم اخيستل. لوړه کول او سر پرې کول دواړه يو مفهوم لري، يو چا ته هغه وخت د سر پرې کولو دعوت ور کول کيږي چي په يوه ټاکلي قضيه کي منکر وي. دا قسم د مرکې د غړو له خوا ور کول کيږي او په دغه وخت کي به د قبيلې نور غړي هم حاضر وي. د سر پرې کولو د پر ځای کولو وروسته دا سړی بايد خيرات وکړي ځکه وايي چي قسم که پر حق وي، هم زيان رسوي. ښځو ته هم د سر پرې کولو دعوت ور کول کيږي، خو د ښځي قسم نيم سر ګڼل کيږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]