Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سپي سپک سپی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سپکه سپکاوی

سپکه توهین دئ په قبیله کي هیڅوک حق نه لري چي د بل سپکه یا سپکاوی وکړي او کله چي ددغه پړي مرتکب کیږي نو د نوخ سره برابر به هغه ته چي سپکه يې سوې وي شرم ورکوي. ډېر دروند سپکاوی هغه دئ چي په جرګه او مرکه کي د جرګه والي یا مرکچیانو سپکاوی وسي سپکاوی که په خوله وي که په اشاره یو حکم لري او هغه څوک چي د پردي ښځي سپکاوی وکړي نو د شرم سره په ننواتي هم د ښځي کورنۍ ته کوي په ننواتي کي یو سپین پټکی (ملا) او یو پسه کفایت کوي د مور او پلار سپکاوی په عرف کي ډېر بد حرکت دئ او که کوم څوک دا کار وکړي نو د رټلو امر هم پر کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]