Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ږغ ږی
ږغ ږی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ږغ

ږغ او ناره یو مفهوم لري. د ډول آواز چي کلیوال او د قبیلې خلګ ور غواړي هم يې ږغ بولي، خو په عامه اصطلاح کي دا ږغ هغه عمل دئ چي کومه پېغله د یوبل چاپه کور ورننوزي. د لویدیځي خو قبایل دئ ږغ ته ناره وايي د تعامل سره سم یوه پېغله که پر چا ږغ وکړي باید له کوره يې وباسي. دا عمل به دوهم او دریم وار هم تکرار وي که د څلورم وارله پاره په کور ور ننوتله یعني ږغ يې پر وکړه نو بیا يې پلار حق نه لري، خو په ځینو قبیلو کي کله چي پېغله د چا کورته ننوزي یعني ږغ پر وکړي ټینګ پر دریږي او د ناموس په منزله کي يې ګڼي، خو په دغه وخت کي باید د نجلۍ پلار ته یو ننوائي هم وکړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]