Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ژب ژر ژو
ژوب

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ژوبله

ژوبله ټپي کولو یا زخمي کولو ته وايي. په ژوبله کي هم نرخ دژوبلي د ځای اواندازې په اعتبار پور ټاکي په دغه مورد کي هم د څلور ګوتو اصطلاح عام نرخ دئ. دا که په ژوبله کي ټپ سوی و او که داسي ژوبله و چي ټپ يې نه درلود، نو ژوبل سوی ځای کتل کیږي او بیا يې تاوان ټاکي. کنایتا جنګ چي ویني پکښي توی نسي هم ژوبله بلل کيږي. که د یو سړي د شرم ځایونه ژوبل سي، نو د هغې د تاوان څخه علاوه شرم هم لري او باید په دغه نامه هم یو څه ورته تادیه سي. د حیواناتو ژوبلول هم جایز کار نه دئ او مرتکب ته يې سزا ور کول کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]