Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ژب ژر ژو
ژبه

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ژبه

ژبه لکه خوله د وعدې او تصمیم او مفهوم ورکوي، چاچي په یوه ټاکلي پېښه کي ژبه وکړه، د هغه څخه ګرځېدل ناغه لري. همدا سبب دئ چي قبیلوي خلک په وعده کي ډېر ثابت قدمه وي او سره له دې چي ډېر زیان ور ورسیږي هغه قبلوي او وايي چي ژبه مي کړې ده. ژبه اړول د قول څخه د ګرځېدلو معنا ورکوي او په جرګه او مرکه کي که یو څوک ژبه واړوي، یعني تر مخه يې یو څه ویلي وي او بیا په جرګه کي د شهادت پر وخت بل څه ووايي نو دې ته د ژبي اړول وايي او که دغه پر ثابته سوه. نو دی در واغجن دئ او باید ناغه پر کښېښوول سي. قبیلوي خلک ژبي ته عقیدي له مخي په مقدس هم قایل دئ او وايي. ژبه د لمانځني وړ ده، ځکه کلمه په ویل کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]