Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بد

بد د نيک ضد دي. بد د جرم نوم دئ. بد يو عمومي عنوان دئ، چي مختلف جرايم تر هغه لاندي کټېګوري کيږي. يو چا ته کږه خبره کول بيا تر قتل او د بل پر ناموس د تجاوز تر حده پوري ټوله د بد په جمله کي راځي، خو بيا هم د بدو د جرم نوعيت په نرخ کي پور، ناغه او شرم لري. هغه سړی چي په بد شهرت پيدا کړي، په عامه اصطلاح (بدو) ورته ويل کيږي. په قبيله کي هغه سړی چي د بد وار نه پريږدي، يعني انتقام اخلي، غيرتمن بلل کيږي، خو که پر بدو ښه کوي، نو نېک سړی ورته ويل کيږي. ولي د بدو په مقابل کي نېکي بايد په داسي حال کي وکړي، چي د انتقام قدرت ولري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]