Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سپي سپک سپی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سپين ږيری

سپين ږيری د قبيلې مشر او د جرګې او مرکې غړی بلل کيږي او د سپين‌ږيري خطاب د عزت له پاره هم ويل کيږي. د سپين‌ږيري درناوی د قبيلې د ټولو غړو وظيفه ده او په سپکه ورته کتل، ناغه لري. سپين‌ږيری د هوښيارۍ او تجربې خاوند وي او د هغه خبره منل د قبيلې د خلکو يوه فريضه ده. سپين‌ږيری د نورو له پاره مشاور هم دئ. د سپين‌ږيري بې‌حرمتي په نرخ کي د ځوان تر بې‌حرمتۍ درنه ناغه لري او هغه کسان چي دغه کار وکړي نو پېغور ئې هم نصيب کيږي په خاص ډول کله چي سپين ږيری په مرکه کي ناست وي، نو يوه ساده اشاره هم د هغه له پاره سپکاوی ګڼل کيږي او بايد ناغه ور کول سي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]