Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
سا ست سر سل سم سو سي سټ سپ
سپي سپک سپی

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

سپين پټکی

سپين پټکی د ملا اعزازي لقب دئ، سيد او معتبره سپين‌ږيري ته هم سپين‌پټکی ويل کيږي. سپين‌پټکی د ننواني په غاړه اخلي. هيڅ داسي مهمه ننواتي نسته چي سپين پټکی په هغه کي روان نه وي. سپين پټکی او پسه د ننواتي مهم جز ګڼل کيږي. په قبيلوي جګړو کي هم سپين‌پټکيان لويه برخه لري. کله چي جګړه ډېره توده وي، خطر ئې زياتيږي، نو د جګړې د بندولو دپاره سپين‌پټکيان قرآنونه پر سر نيسي او د جګړې ډګر ته داخليږي. په ځينو قبيلو کي د قرآنونو پر ځان توري کټوي پر سر نيسي، غالباً چي د تورو کټوو دود به ئې ډېر لرغونی وي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]