اتام ډوډۍ ده. اتام مقدس دئ، په اتام قسم هم کيږي. وايي (اول اتام، بيا کلام). قبيلوي سړی چي د چا ډوډۍ وخوري، پر ذمه د دوستۍ يوه وجيبه اخلي. دا چي وايي اتام تر کلام دمخه دئ، مفهوم ئې دا دئ، چي پر اتام يو ځای کېدل، يو د بل په مقابل کي په اخلاقي وجيبو مکلفيت پيدا کيږي او صميميت منځ ته راځي. يو قبيلوي سړی په دې اخلاقي اصل پوره پابندي لري، چي د اتام پاس وساتي او هغه څوک چي دغسي پاس نه ساتي، هغه په قبيله کي عزت هم نه لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]