Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
ړن
ړند ړنګ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ړنګه

ړنګه تقریباً د بدۍ مفهوم ورکوي او ورانولو ته وايي.څوک چي جرګه مرکه اخلالوي وايي چي دا ړنګه کوي. هغه څوک چي د مرکې پرېکړه ونه مني دا هم ړنګه ده. که د دوو خواو تر منځ د نېټې تیږه ایښوول سوي وي او ضامنګړي ور څخه راووزي نو دا لویه ړنګه ده. هغه سړی چي د ړنګې تحریک کوي ښه نه لیدل کیږي او که ددغسي سړي فساد د نوري قبیلې ته رسېدی نو د ړنګي د محرک په نامه تعقیبیږي او په ناغه محکوم کیږي په دغسي مورد کي د ضامنګړو نظر او شهادت هم اخیستل کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]