Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
رب رو رټ رښ
رو روغ روڼ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

روڼي

د تي کو چنۍ نجلۍ ته روڼي وايي یعني هغه نجلۍ چي تازه يې سترګي روڼي کړي وي. روڼي چي کله د مرګ په بور کي ورکول کیږي دغه وخت هم ولور لري او ولور يې د یوې پیغلي د ولور درېمه برخه ده. په قبیلوي بدیو کي چي د دوستۍ دا عادي په منظور مرکه فیصله وکړي روڼي هم د مقتول په ورثه کي د یو چا په نامه کیږي او ولور يې په پورتني ترتیب د خون له پور څخه منفي کیږي. د استاد پوهاند رشاد په نظر روڼي د (اورڼي) یا(اوڼي) څخه اخیستل سوی دئ او روڼي د هغي کوچنۍ نجلۍ مفهوم ورکوي چي اور په ڼي په (اوڼي) کسي پېچلي وي او تی روي. په کندهار کي د کوچني د تړلو ټوکرانو ته اوڼي وايي. د ظفر اللغات ۵۲۴ مخ کي اوڼي کاحي ته کښلي دي: «په تي پوري نجلۍ» په پښتو کي متل دئ: «د نر زوی ژړا په اووڼي کي معلومیږي»
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]