روغه جوړي سره یو مفهوم لري او صلح ته روغه ویل کیږي. کله چي یو سړی د بل سره د بل سره یا یوه قبیله د بلي قبیلې سره جګړه او دښمني بس کړي او دوستي سره وکړي دې ته روغه ویل کیږي. د هري مرکې او جرګې نهايي هدف روغه ده چي د متخاصمو خواو تر منځ یې قایمه کړي. روغه په مرکه او جرګه کي منځ ته راځي. متل دئ وايي: (چي په روغه کیږي په جنګ کله موندل کیږي) کله چي روغه وسوه، تو د متخاصمو خواو حد معلومیږي او که هره خوا د هغه څخه تېری وکړي، نو مقابل خوا ته د روغي ماتولو په اتهام پړه بلل کیږي. روغه د ډبري یا تیږي د ایښوولو سره شروع کیږي. کله چي تیږه موقتي او او د نیټې تیږه دماتېدو نېټه رارسیږي، روغه هم پای ته ورسیږي .
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]