Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
رب رو رټ رښ
رب رو رټ رښ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

رو

رو لاري ته وايي. هغه لار چي د کوچیانو قافلې پرځي. کوچیان چي د موسم د بدلېدو سره خپله مینه بدلوي، نو کله چي د ژمي له میني څخه د دوبي (اوړي) میني ته ځي په سلګونو کیلو متره لار وهي. دغه لار چي دوی پر ځي (رو) يې بولي. دغه روونه چي د اباسين له غاړي څخه بیا د هندکش تر لمنو پوري غزېدلي دي او تر اوسه کوچیان دغو لارو ته (رو) وايي، د رو په مخ کي درېدل د تېري حکم لري، خو په قبیلو کي دا روونه د قبیلو په حساب معلوم دئ یعني داسي نه کیږي چي یوه قبیله خپل عنعنوي رويدل کړي او د نورو په رو کي روانه سي. که دغسي وسي، نو د رو خاوند قبیله د هغوی مخه نیسي، خود قبیلو په موافقه کېدای سي چي رو ونه سره واوړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]