Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
رب رو رټ رښ
رښت

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

رښتیا

رښتیا ویل د قبیلې د هر فرد وظیفه ده. څوک چي په دغه صفت شهرت لري هغه عزت هم لري، آن تر دې حده چي د مرکې د غړي حیثیت هم مومي. که کوم څوک یو بل څوک د قبیلې د منل سوو تعاملاتو مخالفت وویني باید هغه ته رښتیا ووايي او که کوم جرم وویني او پوښتنه ځیني وسي باید حقیقت پټ نه کړي او که چيوي رښتیا ونه وايي او درواغ يې ثابت سي باید ناغه ورکړي. همدا رنګه که يې جرم لیدلۍ وي ونه وايي، دئ د مجرم ملګرئ بلل کیږي او تاوان پر ایښول کیږي. په عمومي ژوند کي رښتیا یوه فرضیه ده چي هر قبیلوي سړی يې باید پر ځای کړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]