Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
با بخ بد بر بل بن بو بي بټ بډ بې
باب بان باو

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

بابيړی

پر کومه ټاکلې فيصله چي زياتوب راسي، هغه بابيړی بلل کيږي. دا کلمه اکثراً د ولور په مرحله کي استعماليږي. مثلاً ولور او د واده خرڅ يو ډول فيصله سوی وي، خو وروسته د ناوي له خوا پر ولور او خرڅ زياتوب وغوښتل سي، دغه غوښتني ته بابيړی وايي. په قبيلوي تعاملاتو کي چي پر چا کومه ناغه کښېښول سي او هغه ئې تاديه کړي، نو که مقابل طرف د يو څه نور زياتوب غوښتنه کوي، دې ته هم بابيړی وايي. استاد پوهاند رشاد په خپل ياداښت کي چي پر دغه ليکنه ئې ليکلی دئ، وايي چي: (بابيړی د ناروغۍ را ګرځېدلو ته هم وايي).
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]