Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د مړوښي بدله

دا یو ډېر دروند جرم دئ او پور يې بېله مرګه په بل څه نه کیږي. څوک چي مړوښي ښځه تښتوي هغه یو دروند پور ذمه اخلي. د مړوښي ښځي پور اوه سره دئ. په دې معنی که کوم څوک دا ښځه وتښتوي هغه وژل کیږي. که هغه په خپل مرګ مړ سي او دا ښځه بل څوک وکړي هغه هم وژل کیږي او که هغه هم په خپل مرګ مړ سي او دا ښځه بل سړی وکړي هغه هم پوروړۍ بلل کیږي او وژل يې د تښتوونکي ښځي تر اووم مېړه پور رسیږي. که له دغو څخه کوم یوه په بې خبرۍ کي دا ښځه کړې وي، نو لومړی باید هغه خبر کړی سي او که يې ښځه نه پريښوله وژل يې جواز لري.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]