هغه کسان چي په مرکه کي کښیني د سپین ږیري په نامه یادیږي د دوی حیثیت مصؤن دئ. که څوک د مرکې په جریان کي دغسي یو سپين ږیری بې عزته کړي دا سړی باید تاوان ورکړي. د احمدزیو د عیسی خېلو په نرخ کي دغه تاوان پخوا (۱۸۰۰)روپۍ و او که د ښکنځلو سره هغه ووهي خو، زخمي يې نه کړي نو (۹۰) روپۍ به يې نور هم تاوان ورکاوه. که په مرکه کي یو سړی و مدعي ته بد ووايي او مرکچي دغه سړی ته د پټي خولې کېدلو امر وکړي او هغه يې ونه مني دا هم د مرکې د غړي بې حرمتي ده او باید د شرم په نامه دغه مرکچي ته یو څه ورکړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]