Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
د دا در دو دښ دې

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

د لښکر چغه

د لښکر چغه په بحراني وخت کي کیږي. لومړی ډولچي پر یوه لوړه ودریږي او په یوه خاص اهنګ کي ډول ووهي. د دغه اهنګ سره د قبیلې خلک آشنادي او هر څوک چي يې اوري هغه د وسلې سره د ډول ځای ته ځان رسوي. د لښکر چغه د چپاو د پاره کیږي او دا لښکر کښي چي پر کومه خوا کیږي هلته ‌ډېر وژل کیږي او کورونه سوځل کیږي. د لښکر د چغي ډول په خاص اهنګ ژر ژر وهل کیږي. که د شپې دا ډول ووهل سي، نو د لښکر د تولیدو ځای ته باید خلک چي راځي څراغونه هم د ځان سره یوسي . د لښکر چغه د جرګې په فیصله کیږي، خو د ناڅاپی خطر په وخت کي د قبیلې موظف خلک او حتي ډولچي هم کولای سي چي دا چغه وکړي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]