Pashto Terminology of Pashtun's Tribal Customary Law and Usages [by M. I. Atayi; digit. Shamsullah Aryan]
آ ا ب ت ج خ د ر ز س ش ض غ ق ل م ن ه و ي ټ پ څ چ ډ ړ ږ ژ ښ ک ګ
رب رو رټ رښ
ربړ

Give us a like, if you really like us! که ستاسو دغه پاڼه خوښيږي نو يې لطفا په يو لايک ونازوئ

ربړول

ربړول د تکلیفونو معنا ورکوي او ډارولو ته نژدې مفهوم افاده کوي. په قبیله کي هيڅوک حق نه لري چي بې موجبه بل څوک وربړوي او که نه ناغه به ورکوي. کله کله د قبیلو (رټلي) او فراریان په لار کي لارویان ربړوي او هر کله چي دغسي عمل منځ ته راځي، نو قبیله ټوله د ربړېدلي په حمایت دریږي. که کوم موقتي رټل سوی سړی د قبیلې د کوم سړي د ربړېدلو په کار متهم سي د هغه د رټلو موده اوږدیږي او که په مکرر ډول د دغسي عمل مرتکب سي، نو د دایمي رټلو سزا ورکول کیږي. که په غیر مشهود ډول یو څوک د بل د خوا وربړول سي، نو د ربړېدلي په دلایلو اړه لري چي ثابت يې کړي، که نه ده ته پخپله د شرم او ناغې تر نامه لاندي سزا ورکول کیږي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]