ډول ډنګول د خطر د اعلان مفهوم ورکوي. ډول هغه وخت ډنګیږي چي خطر پېښ وی، کله چي پر کلي چپاو ورځي او د یو مهم کار له پاره د قبیلې د ټولو خلګو د راغوښتو ضرورت وي، نو ډول وډنګیږي. په دغه وخت کي نو د قبیلې خلګ پوهیږي چي ډول ډنګول د یوې تازه پیښي علامه ده او په چټکۍ د ډول کړۍ ته ځان ورسوي. کله کله د ډول نوم نه اخلي او یوازي وايي، چي پر راوې ډنګوه یعني ډول پر وډنګوه مطلب لښکر پر راروان کړه. احمدزي وايي، (دخټاوې څخه يې پر را وډنګوه) یعني عزیزان پر راوږغوه چي د ډولونو تر اواز لاندي په لښکر راسي.
Source: [د کتاب نوم: د پښتني قبيلو اصطلاحي قاموس (حقوقي- جزايي- تعاملي)؛ ليکونکی: کانديد اکاډميسن محمد ابراهيم عطايي؛ چاپوونکې اداره: د پښتو څېړنو نړيوال مرکز کابل؛ د چاپ کال: ۱۹۷۸ز.؛ ډيجيټل کوونکی: شمس الله آرين، قاموسونه ټکی کام ۲۰۲۰ز.]